د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمې لوا مجاهدینو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ اړوند یو تن، چې غوښتل یې په زیاته اندازه وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کړي، نیولی او بهر ته یې د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
د نیول شوي کس څخه ۴ کلاشینکوفونه، ۳ میله 16M، د پیکا ۳ میله، ۱ تفنګچه، ۹۰۰ ثقیله مرمۍ، د کلاشینکوف ۱۹ شاژرونه، ۴ راکټونه، ۳۳ نارنجکونه، ۱۰۰ کیوبایې مرمۍ او ۳ ګارنیټونه لاسته راغلي دي.