د ۲۰۵ البدر قول اردو ۱۲۹۷ ستر او کوچني عارضه داره وسایط بیاځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول
د ۲۰۵ «البدر» قول اردو د ترمیم مسوولینو، ۱۲۹۷ لوي او کوچني موټرونو د ترمیم او بیا فعالولو خبر ورکوي، چې د تیر حکومت د نسکورېدو پر مهال ویجاړ او له کاره لویدلي وو.
د تیر نظام له نسکورېدو وروسته د البدر قول اردو ټولې مسلکي برخې فعالې شوې او په ورسپارل شویو دندو کې د خلکو او هېواد خدمت ته چمتو دي.