په ملي دفاع وزارت کې د قول اردوګانو د عامه چارو امرينو د درې ورځني سيمينار تر سره کيدل

s.mohmand

اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړيکو او عامه چارو ریاست، د ملي اردو د مرکز او قطعاتو منسوبينو د ظرفيت لوړونې او مسلکي کولو په موخه د ملي دفاع وزارت په مقر کې درې ورځنى سيمينار تر سره کړ، په دغه سيمينار کې د مرکزي او سيمه ييزو قول اردوګانو د عامه چارو امرينو ګډون درلود، نن پاى ته ورسيده.

د دې سیمینار د ترسره کولو موخه د چارواکو او کارکوونکو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د ارتباطي وسایلو پیژندنه او د نورو اړوندو مسلو برابرول وو.

د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.