جوزجان کې ۲۶ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د جوزجان-سرپل لويې لارې په اوږدو کې «افغان تپې» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۶ طالب ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.