تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱ طالبان ووژل شول او ۱۵۴ ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۹۱ طالبان ووژل شول او ۱۵۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد پکتیا، غزني، خوست،کندهار، هرات، فراه، هلمند، نیمروز او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.