هلمند کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۳۹ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند «قلعه بولان» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې یادې سیمې له پاره طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال «ملا تازه ګل» او یو بل کلیدي غړي «نعمان» په ګډون، ۳۹ ترهګر ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.