په خوست کې د ترهګرو طالبانو د موټر بم برېد مخه ونیول شوه
نن مخکې له غرمې،ترهګرو طالبانو غوښتل چې د خوست ولایت دویمې امنیتې حوزې اړوند کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موخه موټربم برېد ترسره کړي.
دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري دغه موټر بم مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي، په نښه شو.
خوشبختانه د دغه ترهګریز برید په مخنیوي سره د ډیری هېوادوال ژوند وژغورل شو.