د تخار بنګي او خواجه غار ولسوالۍ د طالب ترهګرو له ولکې ووتلې
تېره شپه د تخار ولایت «بنګي» او «خواجه غار» ولسوالۍ د هېواد د هوايي قواوو په ملاتړ، د ګډو دفاعي، امنیتي ځواکونو او ملي پاڅون کوونکو د عملیاتو په پایله کې تصفیه او د طالب ترهګرو څخه پاکې شوې.
له هغې وروسته چې طالبانو ته درانه تلفات واوښتل، ترهګر له یادو ولسوالیو څخه وتښتیدل، وسلې او مهمات يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.
همدا راز د یاد ولایت د تالقانو ښار اړوند په «ابدال» او «قره پرچو» کلیو کې ترهګرو ته درانه تلفات اوښتې دي او یو شمېر کلي د طالب ترهګرو له شتون څخه پاک شوي دي.