لوګر کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان په ګډون ۱۸ تروریستان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ اړوند طالب تروریستان په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان په ګډون، ۱۸ تروریستان ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۱ موټر, یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.