پکتیا کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو او ۱۱ پاکستانیانو په ګډون ۲۷ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند "بیانخیلو" سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو او ۱۱ پاکستانیانو په ګډون ۲۷ ترهګر ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.