کندهار کې ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۱۸ ترهګر ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.