تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۲ طالبان ووژل شول او ۷۴ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۲ طالبان ووژل شول او ۷۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۶ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، لغمان، غزني، لوګر، پکتیکا، مېدان وردګ،کندهار، زابل، غور، بادغیس، هرات، سرپل، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.