سمنګان کې د طالبانو ۳ مخکښ قوماندانان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د سمنګان ولايت حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند «شیخهای» کلي کې پر طالب ترهګرو عملیات تر سره کړل.

 چې په پايله کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانان «مولوي محمد الدین»، «مولوي غوث الاحمد مشهور په مزمل» او یو بل مخکښ غړي ووژل شول، موټر سایکل او وسلې یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې.