تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۰ طالبان ووژل او  ۴۵ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۹۰ طالبان ووژل شول، ۴۵ ټپیان شول.
 

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۳۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، مېدان وردګ، لوګر، ، زابل، هرات، فراه، فاریاب، جوزجان، هلمند، بغلان، تخار او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.