هلمند کې د مارجې ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسؤل په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول
نن سهار دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز "لښکرګاه" ښار اړوند او په "نهر سراج" ولسوالۍ کې د طالب ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه ترسره کړل.
چې په پایله کې د یاد ولایت مارجې ولسوالۍ له پاره د طالب ترهګرو پوځي مسؤل "حسیني" په ګډون, ۲۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن ۱ ډيپو او د ماین جوړولو ۱ کارخانه, ۱۴ کړۍ ماینونه او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.
ترهګرو څخه سیمې د پاکولو په موخه عملیات دوام لري...