بادغیس کې طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ هوايي ځواکونو د بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ اړوند د هرات-قلعه نو په عمومي لاره پر طالبانو هدفمند بریدونه تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو قوماندان «غفار» په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول.

همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن ۸ موتر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.