تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ طالبان ووژل شول او ۷۰ تنه ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۴۹ طالبان ووژل شول، ۷۰ تنه ټپیان شول, د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شوې.
د دې په خواکې ۳۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو, دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان دهېواد غزني، ننګرهار, هرات، پکتیا، بلخ، غور، هلمند او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.