کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۲ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ هوايي ځواکونو د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفمند بریدونه تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل شول، ۴ تنه ټپیان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز طالبانو د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوندو سېمو کې د ملکي او پوځي کسانو نښه کولو په موخه ۲۸۰ بیلابیل ډول ماینونه ځای پر ځای کړي وو, د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.