غزني کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ۵ طالبان ووژل

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت اب بند او قره باغ ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

 په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

 د دې پخواکې ۴ کړۍ ماینونه چې طالبانو "ګودیانو" کلي کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.

خوشبختانه  دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.