کومانډویانو ۲۸ ملکي کسان د طالبانو له زندانه آزاد کړل

s.mohmand

تېره شپه د کومانډو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ اړوند سېمه کې هدفمند عملیات تر سره کړل.

د دغه عملیاتو په پایله کې ۲۸ ملکي کسان چې د طالبانو سره زنداني وو، آزاد کړل.

همدا راز د یادو عملیاتو په ترڅ کې، ۶ طالب ترهګر ووژل شول، د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات د کمانډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.