ننګرهار کې ۶ طالبان ووژل شول
دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت "حصارک" ولسوالۍ کې طالبانو باندې هدفمند عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې ۶ طالبان ووژل، ۵ ټپیان شول او د طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات یې له منځه وړل شوي.
د دې پخوا کې ۱۱ کړۍ ماینونه چې طالبانو یادې ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو انجینرۍ ټيم له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.