کندهار کې د ۱۸ طالبانو وژل کېدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوایي قواوو په ملاتړ، کندهار ولایت ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۸ طالبان ووژل شول او ۱ ټپي شو.
همداراز د دښمن ۱ میله پیکا، ۲ میله کلاشینکوف، ۱ راکټ د ۱۵ مرمیو سره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
د دې په خوا کې ۱۲۰ کړۍ ماینونه چې طالبانو ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
ملي اردو ځواکونو دغو چاودنو مخه ونیوله، او دلسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شول.