د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان ووژل شول

s.mohmand


تېره شپه طالبانو دبلخ ولایت"چهاربولک" ولسوالۍ  کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو دبرید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.

همدا راز دښمن یوه قرارګاه، ویجاړه شوې او  ۳ میله وسلې د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.