فراه ولایت کې ۲۶ طالبان ووژل شول
تېره شپه طالبانو د فراه ولایت د مرکز "برنګتوت" اړوند سیمه کې او د بالابلوک ولسوالۍ " شیوان" کلي کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ او د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله کې ۲۶ طالبان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
همدا راز د طالبانو ۸ قرارګاوې یو موټر او ۳ تونلونه له منځه یوړل شوي.