هلمند کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

د هلمند ولايت په ناوه او نادعلي ولسواليو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور يې ټپيان دي.

تېره ورځ ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې د هلمند ولايت اړوند ناوه او نادعلي ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د پلان د تطبيق کولو مخنيوی وکړ.

په‌ پايله کې؛ د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سيمه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۴ ټپيان دي او د نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجنير سيمه کې ۴ وسله وال ووژل شول او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.

افغان ځواکونو د يادو بريدو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د دوو پټنځايونو په ګډون؛ لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړي.

همداراز ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د نهرالسراج ولسوالۍ په نوروز کلي او سيدانو سيمو کې د وسله والو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي ۹ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړل.