په هلمند کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول
تیره ورځ طالبانو د هلمند ولایت په "سنګین" ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ځواکونو دفعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه دفع او ناکامه کړل چې په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول.
همداراز په دې نښتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.