په هلمند ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تیره ورځ وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې دښمن خپله موخه وګرځوله، چې په پایله کې ۸ تنه طالب ترهګر ووژل شول.