د قندهار  په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو  یو کلیدي قوماندان د ۴ تنو سره ووژل شو

s.mohmand

تیره ورځ وسلوالو طالبانو د قندهار د میوند ولسوالۍ په "عثمانخیل" او "خاني خیل" کلیو کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو بریدونه وکړل, دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د دښمن بریدونه په شاه وتمبول, چې په پایله کې د طالبانو د یو کلیدي قوماندان "انس" په ګډون, ۵ ترهګر ووژل شول.

همدا راز د دښمن یو موټر د مهماتو سره له منځه یوړل شو.