د طالبانو له شتون څخه د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پراخو سیمو پاکېدل او دښمن ته د درنو تلفاتو اوښتل

s.mohmand

طالبانو له پرون سهاره د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو بریدونو پیل کړل.

د کومانډویانو او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو قطعاتو په رسېدو سره د طالبانو دغه بریدونه دفع او د دشت ارچي ولسوالۍ پراخې سیمې د دښمن له شتونه پاکې او تصفیه شوې چې په پایله کې ۵۳ تنه طالبان ووژل شول او ۲۲ تنه نور یې ټپیان شول.

همداراز په دې نښتو کې د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برید جنرال "محمد علي یزداني" د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه به د دوی د ځان او مال د دفاع لپاره له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي.