۴۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶ داعشیانو په ګډون ۴۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.
غزنی- ده یک، آب بند او ګیرو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي،۴ ټپیان،۳ تنه نیول شوي، ۱۴ موټرسایکل، یو موټر او د دښمن د وسلو او مهماتو دوې زېرمې له منځه وړل شوې دي.
کندز- دشت ارچي ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- نهرسراج، نادعلي او واشېر ولسوالیو کې د غوڅ ملاتړ د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
ننگرهار- پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخېلو په کلي کې ۶ تنه داعشیان وژل شوي دي.
سرپل- ولایت مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان- ترینګوټ لودیځ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.