د تخار ولايت د نمک آب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او قاضي ووژل شول!
د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په پایله کې، د نمک آب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسول برهانی ګجر او نومول شوی قاضي یې له 11 نورو ترهګرو سره ووژل شول او ۹ تنه نور یې ټپیان شول.
ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د طالبانو له شتونه څخه د تخار ولایت تر بشپړې پاکېدو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، چې تراوسه ددغو عملیاتو په پایله کې زیاتې سيمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوې دي او په لسګونه طالب ترهګر وژل شوي دي.
ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس مهال په تخار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د پرمختګ په حال کې دي.