د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو له طالب ترهګرو آزاده شوه

zia_omid
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۲۱:۴۴
ولسوالى جغتو ولايت غزنى آزاد گرديد

د مبین عملیاتو په د دویم پړاو په ترڅ کې چې تېره ورځ د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا د غزني ولایت په شمال کې پیل شوي وو، د ياد ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو په پشپړه توګه د طالب ترهګرو له شتونه پاکه او آزاده شوه.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې زیات شمیر ځای پر ځای شوي ماینونه خنثی شوي او دښمن ته تلفات هم اوښتي دي چې دقیقه شمیره به یې وروسته خپره شي.

د جغتو ولسوالۍ په آزادیدو سره، د غزنی ولایت مالستان، جاغوري، اجرستان او ناوړ ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز سره ونښلول شوې. د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د خلکو د ځان او مال د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د جغتو شریف ولس ته د دوی د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

د یادونې وړ دی چې د مبین عملیات په دریو پړاونو کې د روان کال د وږې له ۱۲مې څخه په غزني ولایت کې پیل شول. په لومړي پړاو کې ددغه ولایت په سویل کې پراخ عملیات پیل شول او درانه تلفات طالب ترهګرو ته واوښتل، ددغو عملیاتو دویم پړاو هم تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ او قیاق درې د آزادیدو په موخه پیل شو چې په بریالیتوب سره پایته ورسیدل او ددغو عملیاتو دریم پړاو به په غزني ولایت کې د نمبر یک لويې لارې د امنیت د ټینګښت په موخه د عملیاتو ترسره کول وي.

د مبین عملیات په غزني کې د 203 تندر قول اردو د دریمې لوا د پخواني قوماندان شهید بريد جنرال عبدالمبين مجتبی د سر ښیندنو او زحمتونو په درناوي د نوموړي په نامه نومول شوی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته