غزني ولایت ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد نن سهار د امنیتي حالاتو د ارزونې او د غزني ولایت له والي او د امنیتي و دفاعي ځواکونو له مشرتابه سره د لېدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په دغه ولایت کې د امنیتي و دفاعي ځواکونو د مشرتابه د برنامو او اجراتو د راپورونو تر ارزونې او بررسۍ وروسته، په دغه ولایت کې د امنیتي حالاتو د لا چټک بهبود په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز نوموړي په تېرو اونیو کې د یادو ځواکونو د کړنو ستاینه وکړه او د بیا ځل لپاره یې ټینګار وکړ چې دښمن نور له دغو ځواکونو سره د مخامخېدو توان نه لري.
د دغه سفر په پای کې د دفاع وزات سرپرست وزیر د غزني ښار له شریفو خلکو سره ولېدل او ژمنه یې ورکړه چې د دوی امنیتي ستونزې به ډېرې ژر هوارې کړي.