د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ۶۳۳ تنه سرتيرو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۲۲:۵۵
 وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ۶۳۳ تنه سرتيرو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز مولوي فصيح الدين «فطرت» د ملي دفاع وزارت د ۶۳۳ تنه سرتیرو په فراغت غونډه کې ګډون درلود، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له ښوونيز مرکز څخه د ۲ مياشتو پوځي، مسلکي او عقيدتي زده کړو وروسته فارغ شول.

د فراغت په دغه مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز، د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل مرستیال، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو رهبري او د اسلامي امارت نورو مسوولينو هم ګډون کړی وو.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د اسلامي امارت د سرښندونکو سرتيرو څخه د مننې ترڅنګ وويل: ډير د خوشحالۍ ځای دی، چې د ملي دفاع وزارت ځواکونه په لوړه هېوادنۍ او اسلامي انګيزې او روحيې سره د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي او هېڅ پردي پاله مزدور ته د هېواد په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز يوار بيا له ټولو هغه هېوادوالو څخه چې بهر ته تللي دي، هېواد ته د راتګ بلنه ورکوي تر څو په عزت سره هېواد ته راستانه شي؛ اسلامي امارت د هېواد د ټولو شريفو خلکو د ساتنې او هر اړخيزې مرستې ته ژمن دی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته