د وسلوال پوځ لوی درستیز د توپچی ریاست دBM21 (چهل میله) مسلکي کورس په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۰:۲۹
د وسلوال پوځ لوی درستیز د توپچی ریاست دBM21 (چهل میله) مسلکي کورس په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

دملي دفاع وزارت ستردرستیز توپچي ریاست د BM21 (چهل میله) د ظرفیت لوړولو له مسلکي کورس څخه د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۶۰ تنه ځوانو منسوبینو په فراغت غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" او لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" ګډون وکړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: کله چې تاسو پوره پوځي اماده ګۍ ولرئ ستاسو دښمن ویریږي او خپله به شکست خوري او هیڅکله به اشغال ته زړه ښه نکړي، الحمدلله دلته درې لویو امپراطوریو ماته وخوړله دا د افغانانو د قهرمانیو برکت وو، کوشش وکړئ له نوې تکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ او د دښمن شوم هدف په نطفه کې خنثا کړئ.

همدا راز زیاته یې کړه: کوم وسایط او وسلې چې اوس مهال شتون لري دا بیت المال دی ددې سالمه ساتنه وکړئ، خپل هدف ته متوجې شئ مادیاتو ته میلان مکوئ، موږ ټول افغانان سره ورونه یو په خوشحالۍ یې خوشحال او په غم یې غمجن یو، که غواړئ ترقي وکړئ زحمت وباسئ، پر ځان تکلیف راولئ او هدف ته ځان ورسوئ.

ورته مهال د یاد ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري پخپلو خبرو کې وویل: الحمدلله موږ له شلو کلونو وروسته وتوانېدلو چې دغه وسله فعاله کړو او د هیواد دساتنې  لپاره یې چمتو کړو، توپچي د جګړې حاکم بلل کیږي چاچې په دغه عملي زده کړو کې خولې تویې کړي وي نو په جکړه کې به یې خپله وینه خوندي وي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۲۱:۵۰
Background image

د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند په جلب او جذب قوماندانۍ کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابیلو ولسوالیو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته په فوق العاده توګ جذب شول.

د دغو ځوانانو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۲۱:۳۷
Background image

دا. ا. ا زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤولینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت زعيم عاليقدر امير المؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله "آخندزاده "حفظه الله تعالى د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤلينو، مجاهدينو علماء كرامو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۱۴:۵
Background image

د ستر درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د وسلوال پوځ لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال مولوي روحاني او د سرحدي لواء قوماندان مولوي ذاکر یې ملتیا کوله، د خوست ولایت، د ځاځي. . .

بېرته خبرونه ته