د وسله وال پوځ د لوی درستیز په ګډون د شهید تورنجنرال مزمل ساپي د جنازې لمونځ او د فاتحې مراسم ترسره شول

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیأ" او د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د یوشمیر جنرالانو او افسرانو په ګډون، د کابل په پلچرخي کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د قومندان تورنجنرال مزمل "ساپي" د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د شهید "ساپي" پاک روح ته یې دعا او کورنۍ او دوستانو ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
د شهید "ساپي" د جنازې لمونځ د ارواښاد د ګڼ شمیر همسنګرانو، د کورنۍ د غړو او دوستانو په ګډون سره په خپله پلرنۍ حضیره کې ادا او خاورو ته وسپارل شو.
د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مشرتابه د تورنجنرال "ساپي" شهادت د هېواد لپاره ستره ضایعه بولي او شهید "ساپي" ته د الله پاک له درباره د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.