د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي کرښه کې د ملي اسلامي اردو منسوبینو د پوستو څخه لیدنه وکړه.

پاکستاني لوري ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لورې د جدي خبرداري او بېړني ضرب الاجل د ټاکلو له امله، اوس مهال په سیمو کې نښتې کمې شوې دي، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال یرغلګرو ته د خبرداري په پیغام کې وویل: «موږ د جګړې طرفدار نه یو، که زموږ د خاورې په یو کونج کې کوم فایر وشي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي او په عاجله توګه به هغوی ته ځواب ورکوي».

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته