د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د (VTC) سیستم پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۲۱:۳۱
د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د (VTC) سیستم پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

نن ورځ د ملي دفاع وزارت په مقر کې د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د VTC له ( سیمیزو قول اردوګانو سره د ویډیویي کنفرانس) د نوي جوړي سیستم په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

دغه نوی سیستم د مخابرې او تکنالوژي ریاست له لوري په نوي ابتکار سره جوړ شوی چې د ټولو سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامونه له مرکز او یو بل سره نښلوي چې ظرفیت یې تر پنځوس تنو پورې ویډیو کنفرانس بیدون له انترنیټ څخه په شفاف غږ سره په اړیکه کې کولای شي.

د یادونې وړ ده چې دغه ویډیويي کنفرانس مخکې د (R _ Mix Manager) ماشین په توسط ترسره کېده، چې اوس مهال په یو نوي سافټویر سره وصلیږي.

دغه کنفرانس کې قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د مخابرې او تکنالوژي ریاست د مسؤلینو د هلو ځلو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې موږ باید د اسانتیاوو راوستلو لپاره داسې نور نوښتونه هم وکړو، همدا راز د وسلوال پوځ لوی درستیز د دغه سیستم په بیا فعالولو سره د یاد ریاست رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" ته پخپلو لاسونو تقدیرنامه هم ورکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته