د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د هیواد دښېرازۍ په موخه د نیالګيو کېنولو کمپاين وشو

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۸
د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د هیواد دښېرازۍ په موخه د نیالګيو کېنولو کمپاين وشو

د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" او د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د هیواد د ښېرازۍ لپاره نیالګي کښېنول.

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د قطعاتو او جزوتامونو مسؤلینو ته هدایت ورکړ چې د خپل هیواد د ښېرازۍ لپاره یو یو نیالګی کېنوئ.

همدا راز د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق " پخپل پیغام کې وویل: دا هیواد موږ او تاسو پخپله جوړو بل هیڅوک يې نه راته جوړوي او د اسلامي اردو هر فرد ته يې سپارښتنه وکړه چې یو نیالګی د ځان لپاره او یو د هیواد لپاره کېنوي تر څو راتلونکی سپرلی د هيواد د زرغونتيا مثال جوړ شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته