د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د روغتیایي چارو قوماندانۍ له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۷:۵۵
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د روغتیایي چارو قوماندانۍ له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج  ملا محمد فاضل "مظلوم" په داسې حال کې چې د ستردرستیز د روغتیايي چارو قوماندان یې ملتیا کوله ، د رادیولوژي خدمتونو، د ایکسرې، ټلویزیوني معایناتو، انجیوګرافي، د مصنوعي اعضاوو د تولید له مرکز او د یادې قوماندانۍ د وزیر محمد اکبر خان له تالار څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له پرسونل څخه د ګزارش اورېدلو او د ملي اسلامي اردو منسوبینو او د هغوی کورنیو ته د ښه خدمت کولو تر څنګ د دوی شپه او ورځ هڅې وستایلې او د ستونزو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته