د ملي دفاع وزارت له لوري د هېواد د عامې روغتیا وزارت ته د ۶۰۰ زره خریطو "مکس سیرومونو" د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴۱
د ملي دفاع وزارت له لوري د هېواد د عامې روغتیا وزارت ته د ۶۰۰ زره خریطو "مکس سیرومونو" د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخیل" د ملي دفاع وزارت د لوژستیک په عمومي قوماندانۍ کې د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره ددغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل: له نیکه مرغه د ملي دفاع وزارت د صحي برخې په نوښت او ددغه وزارت د رهبرۍ په لزوم دید یو لوی شمېر سیرومونه د عامې روغتیا وزارت ته سپارل کیږي، تر څو د ناروغو هېوادوالو د درملنې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید "مجروح" د ملي دفاع وزارت له لوري یاد وزارت ته د مکس سیرومونو په ورکولو سره قدرداني وکړه او زیاته يې کړه: ډاډ درکوم چې دغه سیرومونه به په ټول هېواد کې د مستحقو ناروغو هېوادوالو ته ورسیږي.

دا سیرومونه چې هر یو يې ۵۰۰ ملي لیټره وزن لري، ټاکل شوې چې د ۶۰۰ زرو ناروغانو په روغتیا کې به ترې ګټه واخیستل شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته