د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د قطر هیواد د امیر نائب سره ولیدل

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۹:۳۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د قطر هیواد د امیر نائب سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد» او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین «فطرت» چې د «ډیمیدکس دفاعي» نندارتون د ګډون او د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې په موخه  تېره ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې قطر هېواد ته تللي وو، د قطر امیر نائب الشيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره ولیدل او پر هر اړخیزو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د قطر هېواد د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د یوشمېر هېوادونو د دفاع وزیرانو هم ګډون درلود، دواړو لوریو د دوه اړخيزو همکاريو او دواړو هېوادونو روابطو د تینګوالي په هکله خبرې وکړې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته