د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل په معاونیت کې نوې ګمارنې

zia_omid
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۵:۹
تقرری های جدید در معاونیت پرسونل و تعلیمات وزارت دفاع ملی

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د پرسونل معاونیت د تعلیماتو ریاست د ستندردونو، تحلیل او ارزیابۍ عمومي مدیر ډګروال غلام نبي صافی، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د مرستیال په توګه او د افسرانو د اکاډمۍ د اسلامي ثقافت دیپارټمنټ د عقیدتي او فرهنګي چارو دیپارټمنټ آمر ډګروال غلام حضرت حسیني د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د نظامي پالیسۍ د تنظیم او ادارې د ریئس په توګه په نويو بستونو کې په دنده و ګمارل شول.

د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسف زاده د یادو افسرانو په پېژند غونډه کې د مخکیني مرستیال د ښو چارو د تر سره کېدونه په درناوي، د تعلیماتو او پرسونل معاونیت نوي مرستیال او د نظامي پالیسۍ د تنظیم او ادارې رییس ته په خپلو چارو کې د لازیاتو بریالیتوبو غوښتنه وکړه.  

تقرری های جدید در معاونیت پرسونل و تعلیمات وزارت دفاع ملی

په همدې حال کې د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال او د نظامي پالیسۍ د تنظیم او ادارې رییس په خپل وار سره ډاډ څرګند کړ، چې اړونده چارې به په ښه توګه تر سره کوي او د ملي دفاع وزارت د قوانینو، اوامرو او پالیسیو په پلي کولو کې به نه ستړې کېدنکې هلې ځلې کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته