د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" مېدان وردګو ولایت ته په خپل سفر کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو او سرښندنو قدردانی او ستاینه وکړه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۷:۳۸
د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" مېدان وردګو ولایت ته په خپل سفر کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو او سرښندنو قدردانی او ستاینه وکړه

نن سهار, د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله "محمدي" او د کورنیو چارو ارشد معین ستر جنرال عبدالرحمن "رحمان" مېدان وردګو ولایت ته ولاړل, د یاد ولایت له والي او امنیتي لوړ پوړو چارواکو سره یې په لیدنه کې د امنیتي وضعیت ارزونه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزیر سرتیرو سره له نږدې خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې ترهګرو سره د مبارزې په ډګر کې به سرتیرو ستونزو ته رسیدنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو وي او په دغه برخه کې به د ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخیستل شي.

ستر جنرال بسم الله "محمدي", د خلکو مال او ځان ساتنې په لار کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنو څخه قدردانی وکړ او ټنګار یې وکړ چې تاسې په خپلو وینو د افغانستان ساتنه کوﺉ او خلک به هېڅکله ستاسو دا قرباني هیره نه کړي او موږ ټول ستاسو د دغه سرښندنو شاهدان یو.

همدا راز ستر جنرال بسم الله محمدي طالبانو ته اخطار ورکړ, چې د جنګ او وېنې تویونې له لارې به هېڅکله خپلو ناوړه موخو ته ونه رسیږﺉ, چې بیا ځلې به خپل نامشروع رژیم زموږ په هېوادوالو تحمیل کړﺉ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته