د ملي دفاع سرپرست وزير په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د سفر موخه د عربي متحده اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له خلیجي هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پیاوړي کول دي.