د ملي دفاع سرپرست وزير په قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او ور سره مل پلاوي نن مازيګر د خپل رسمي سفر په بهير کې په قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په دوحه کې د افغانستان د سفارت په مقر کې جوړه شوې وه، د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې یو بل ته لاسونه ور کړي او د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د افغانستان د خلکو دښمنان قومي، ژبني او مذهبي شخړو ته لمن وهي او غواړي زموږ یووالی له منځه يوسي، نو په دې حالت کې لازمه ده چې یو موټی شو او پرې نه ږدو، چې هرڅه پیښ شي او زموږ يوالی له منځه یوسي. موږ افغانان بايد تېر هېر کړو او په کلک هوډ سره خپل هېواد ته خدمت وکړو.
دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست افغانانو ته د ویزې د ورکړې په تړاو د قطر له امیر سره د خپلې کتنې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د ویزو د ورکړې په برخه کې د افغانانو د ويزو ستونزې د قطر له امیر سره شریکې شوې چې له نېکه مرغه دوی په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.