د مارشال محمد قسیم "فهیم"ملي دفاعي پوهنتون د قوماندانۍ له خوا د حربي ښوونځي د جدیدالشمولو آزمویینه واخستل شوه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۸ - ۱۳:۴۱
د مارشال محمد قسیم "فهیم"ملي دفاعي پوهنتون د قوماندانۍ له خوا د حربي ښوونځي د جدیدالشمولو آزمویینه واخستل شوه

د وږي په ۱۷ مه د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې, د ملي اردو د حربي زده کړو ښوونځي آزمويينه د ملي دفاع وزیر د تعلیماتو او پر سونل مرستیالې, د پوهنې وزارت نماینده, د ملي دفاع وزارت د شفافیت بورد کمیسیون او د ښوونې او روزنې د قوماندانۍ رهبرۍ له خوا په لار واچول شو.

په دې ازمویینه کې د ټول هېواد له نهم ټولګي فارغو ۳۷۵ تنو زده ګړیالانو د جلب او جذب کمیساریو له طریقه په رضا کارانه توګه د آزموېنې د ګډون فورم تر لاسه کړی وو.

د ملي دفاع وزارت او پوهنې وزارت د ګډې تفاهم نامې پر بنسټ, د محترم وزارت نماینده د شفافې ازموېنې د څارونکی په توګه حضور لره.

د آزموېنې له پیل مخکې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې د حربي ښوونځي د یوولسم او دولسم ټولګي د زده کړیالانو سره ولیدل, د درس بهیر یې له نږدې وڅاره د ښوونکو او زده کړیالانو له ستونزو خبر او د حل په موخه يې مسوول اشخاص مکلف کړل.

د یادولو ده, چې هر کال دا آزمویینه په پسرلې کې اخستل کیږي; ولې سږ کال د کرونا وبا ناروغتیا له امله ځنډیدلی وو, چې په خپله څلور اتیاوومه دوره کې به ۲۰۰ تنه جذب کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته