د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ خبرتیا!

web_admin

د حضرت سعد بن وقاص (رض) د حربي ښوونځي  قومانداني د (۱۴۰۳) ه .ق ښوونیز کال لپاره (۲۰۰) تنه داوطلبان د هېواد له (۳۴)  ولایتونو څخه یاد ښوونځي ته مني.

د نوم لیکنې شرایط:

1-  د پوهنې وزارت له نهمو ټولګيو څخه هغه فارغ زده کوونکي، چې کلنۍ ازموینه یې په بریالیتوب سرته رسولي وي او د ازمویینې تصدیق له ځانه سره ولري، د حربي ښوونځي لسم ټولګي ته مني.

2-  د دیني رسمي مدرسو د پنځمې درجې هغه فارغان، چې سند یې د اړوند ولایت د پوهنې ریاست له خوا تایید شوی وي او د لیک لوست بشپړه وړتیا ولري.

3-  د داوطلبانو عمر له (۱۶ څخه تر ۱۸) کلونو پورې وي، د تابعیت اصلي پیژند پاڼه له ځان سره ولري، د بشپړې روغتیا خاوند او مجرد وي، په نشه یي توکو روږدی نه وي، په سیاسي او جنایي جرمونو تورن نه وي، ډسپلین منونکی وي، د حربي ښوونځي ټول قوانین په ځان پلي کوونکی او د نمرو سلنه يې له ۷۰ څخه کمه نه وي.

4-  داوطلبان له (۴) رنګه انځورونو سره د روان کال د (سلواغې) میاشتې له (۲۵) نېټې څخه د نوم لیکنې لپاره اړوندو ولایتونو د جلب او جذب قوماندانیتونو ته ورشي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره په لاندې شمیرو اړیکه ونیسئ.

0202648081-0202648083

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملکي کدرونو د جذب په اړه د ستردرستیز د صحيه چارو قوماندانۍ خبرتیا!

لکه څرنګه چې څرګنده ده، د ملي اسلامي اردو د صحي خدمتونو ګټه اخيستونکي د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د ستردرستیز صحيه چارو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – د ملي پوځي اکاډمي خبرتیا

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – ملي پوځي اکاډمي د (۱۴۰۴هـ،ش) کال لپاره په لاندې شرایطو محصلین مني:

الف: د نوم ليکنې شرایط:
- داوطلبان به په (۱۴۰۲هـ،ش) کال کې د پوهنې وزارت او د . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۸:۳۹
Background image

د پوځي طب له پاره د جدیدالشمولو نوماندانو د جذب په تړاو د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ خبرتیا!

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین"حفظ الله"د حکم پر اساس، د"نظامي معالجوي طب"پوهنځی د لوړو زده کړو محترم وزارت د ابن سینا «طبي پوهنتون» څخه جلا . . .

Back to announcements