د تخنیکي ستونزې له امله د هېواد د هوایي ځواک د دوه چورلکو د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت خبرتیا
تیره شپه ۱:۱۵ دقیقې د هلمند ولایت په "ناوې" ولسوالۍ کې د هوایي ځواک دوه (MI-17) چورلکو د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی, چې په پایله کې د هلیکوپټر ۹ تنه په شهادت رسیدلي دي.
د ملي دفاع وزارت د دې پیښې څيړنه کوي.
ملي دفاع وزارت د یادې پيښې نه متاثره شوی, شهیدانو ته د الله ج له درباره فردوس جنت او د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر هیله کوي.