د آلمان د دفاع له وزیرې "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه !

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۶:۴۲
دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با "آنه گرت کرامپ کارن باوئر" وزیر دفاع آلمان

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد نن د خپل کار په دفتر کې د آلمان د دفاع له وزیرې "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" سره ولیدل او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست له افغانستان سره د آلمان دوست هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د آلمان هېواد مرستې او همکارۍ با اهمیته وبللې او وې ویل چې له تروریزم سره د افغان ځواکونو د مبارزې په کار کې د آلمان هېواد مرستې او همکارۍ خورا د ارزښت وړ دي.

د آلمان د دفاع وزیره "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" له تروریزم سره په جګړه کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او ټینګاریې وکړ چې آلمان به له افغان ځواکونو سره د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

میرمن آنه ګرت کرامپ، د ملي پوځ په اډانه کې د ښځو د پام وړ له شتون څخه ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په دفاعي او امنیتي بنسټونو کې د ښځو کچه نوره هم لوړه شي.

د آلمان د دفاع وزیرې وویل چې د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړتیا او مسلکي کېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د آلمان د دفاع وزیرې، د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ماتې په اړه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د داعش ترهګرو د بشپړې ماتې لپاره به د افغان ځواکونو په خوا کې پاتې شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته